IQNA

د فارس خلیج سیمې  ځلانده راتلونکی به ،له امریکاپرته یو راتلونکی وي

0:05 - May 01, 2026
د خبر لمبر: 3492711
ایکنا-  د اسلامی انقلاب ستر لارښود د فارس خلیج د ملی ورځې په مناسبت په پیغام کې په دې خبرې په ټينګار سره چې د فارس خلیج ځلانده راتلونکی به له امریکا پرته یو راتلونکی او  د  د هغه د ملتونو  د آرامښت او هوساینې  او پرمختګ په خدمت کې وي وفرمائيل؛  د ایران اسلامی جمهریت  د هرمز تنګي باندې  د مدیریَت د  اعمالولو  د نعمت په عملی شکر سره ، دفارس خلیج سیمه کراره او باثباته کړي او له دغې اوبلارې به د  سپير دښمن  دناوړو استفادو ټغر ټول کړي.

ایکنانیوز د رهبرۍ د  آثارو د نشر او حفظ  د دفتر د  اطلاع رسونې  دڅانګې له قوله راپور راکړ،  د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله سیدمجتبی حسینی خامنه اي  د فارس خلیج د ملی ورځې په مناسبت  پیغام خپور کړ چې بشپړ متن ئې ستاسو خدمت ته هم وړاندې کیږي.

بسم‌الله الرحمن الرحیم

زمونږ د سیمې د مسلمان ملتونو، په تیره بیا د ایرا د اسلامی جمهوریت د قدرمنو خلکو لپاره د خدای تعالی له بې‌بدیله نعمتونو څخه یو « فارس خلیج» دی.

 دا یو نعمت دی چې یوازې یوه اوبیزه یا سمندری سیمه نه ده، بلکې زمونږ د هویت او تمدن برخه جوړوي، او د ملتونو ترمینځ د نښلونې تر څنګ، د نړۍ د اقتصاد لپاره یو حیاتي او ځانګړی مسیر په مرکز تنګي او له هغه وروسته په عمان سمندر کې رامنځته کوي.

 دا ستراتیژیکه شتمني په تېرو پېړیو کې د ډېرو شیاطینو د طمعې لامل شوې او د سيمې هېوادونو ته د اروپایي او امریکایي بهرنیانو پرله‌پسې تېري، ناامني، زیانونو او بېلابېل ګواښونو ، د  فارس خلیج د اوسېدونکو پر ضد د نړیوالو مستکبرانو د شومو  او سپیرو پلانونو یوازې یوه برخه ده، چې وروستی بېلګه ئې د «لوی شیطان» وروستي زور زیاتی دی.

 د ایران ملت چې د   فارس خلیج تر ټولو اوږد ساحل لري، د دې سیمې د خپلواکۍ لپاره او د بهرنیانو او تېري کوونکو پر ضد تر ټولو ډېرې قربانۍ ورکړې دي؛ د پرتګالیانو له ایستلو او د هرمز تنګي له ازادولو څخه، چې د همدغې پېښې پر بنسټ د غوایي  د میاشتې لسمه د  فارس خلیج  ملي ورځ نومول شوې، د هالنډي استعمار پر ضد له مبارزې او د انګریز استعمار پر وړاندې له مقاومته تر پنځونکو حماسو پورې.البته اسلامي انقلاب د دې ټولو مقاومتونو د پيچومي ټکی و، چې د   فارس خلیج له سیمې څخه یې د مستکبرانو لاس لنډ کړ. او اوس ، د نړۍ د زورواکو د تر ټولو لوئې پوځي یرغل له پیل څخه د دوو میاشتو په تېرېدو او د امریکا له شرموونکې ماتې وروسته، د   فارس خلیج او  هرمزتنګی  یو نوی سپرکی رامنځته کېږي.

د  فارس خلیج د سیمې ملتونه چې کلونه کلونه یې   خپل واکمنان  په چوپتیا او ذلت منلو  باندې عادت کړی و، په تېرو شپېتو ورځو کې ئې د یران د  پوځ او سپاه پاسدارانو  د بحري ځواکونو د زړورو عسکرو  د قدرت ، هوښیارۍ او مجاهدت ښکلي صحنې ولیدې، او همدارنګه د ایران د جنوبي سیمو د خلکو او ځوانانو غیرت او مېړانه یې د بهرنیانو د تسلط د ردولو په لار کې ولیده.

 اوس ، د لوی خدای په فضل او د درېیمې تپلي جګړې د مظلومو شهیدانو په برکت، په ځانګړې توګه د اسلامي انقلاب د ستر او دوراندیش رهبر د وینې  په برکت، نه یوازې د نړۍ د عامه افکارو او د سیمې د ملتونو لپاره، بلکې د هېوادونو د پاچاهانو او واکمنانو لپاره هم دا ثابته شوې چې د امریکائي نیواکګرو او ترهه ګرو شتون او په   فارس فارس کې د هغوی ځای نیول، د سیمې د ناامنۍ تر ټولو مهم لامل دی.

 د امریکا کمزوري اډې حتی د خپل امنیت د ساتنې توان هم نه لري، نو د دې هیله بې‌ځایه ده چې د سیمې د امریکا پلوه هېوادونو امنیت به هم دوی خوندي کړي.

 د خدای په مرسته، د خلیج فارس د سیمې راتلونکی به روښانه وي؛ داسې راتلونکی چې له امریکا پرته وي او د دې سیمې د ملتونو د پرمختګ، هوساینې او رفاه په خدمت کې وي.

مونږ د خلیج فارس او عمان سمندر په دې اوبیزه فضا کې له خپلو ګاونډیانو سره «ګډ برخلیک» لرو، او هغه بهرنیان چې له زرګونو کیلومترو لیرې په طمعه دارو   سترګو سره  دلته شرارت کوي، دلته هېڅ ځای نه لري، پرته له دې چې د دې اوبو په تل کې ډوب شي. او د دې بریا لړۍ چې د خدای په فضل د مقاومت د سیاستونو او د قدرتمند ایران د ستراتیژۍ په سیوري کې ترلاسه شوې، د سیمې او نړۍ د نوي نظم پیل به وي.

 نن سبا  د ایران د ملت دا معجزه‌ناکه راویښېدنه یوازې د صهیونیزم او وینې تویونکي امریکا پر ضد د لسګونو میلیونو قرباني ورکوونکو پورې محدوده نه ده، بلکې د اسلامي امت د یووالي په لیکو کې، نږدې نوي میلیونه غیرتي او قدرمن ایرانیان، که داخل کې  وي یا بهر، خپل ټول هویتي، معنوي، انساني، علمي، صنعتي او د بنسټیزو او نوو ټیکنالوژیو (له نانو او بایو تر اټومي او توغندیزو ټيکنالوجیو پورې ) ظرفیتونه د ملي شتمنۍ په توګه ګڼي او د اوبو، ځمکې او هوا د سرحدونو په څېر به یې ساتنه کوي.

 اسلامي ایران به د هرمز تنګي د مدیریت د نعمت د عملي شکر په توګه، د خلیج فارس سیمه خوندي کړي او د دښمن د ناوړه ګټې اخیستنې ټغر به له دې اوبیزلارې ټول کړي.

 د هرمز تنګي د حقوقي اصولو او نوي مدیریت پلي کېدل به د سیمې د ټولو ملتونو په ګټه د هوساینې او پرمختګ لامل شي، او اقتصادي برکتونه به ئې د خلکو زړونه خوشحال کړي؛ ان‌شاءالله، که څه هم کافران یې نه خوښوي.

سید مجتبی حسینی خامنه‌ای

۱۰/غويی/۱۴۰۵

https://iqna.ir/fa/news/4349558

captcha